IQNA

 د الجزایر د ق رآن د نړیوالط جایزې په مقدماتی مرحلې کې د نامو د لیکلو پیلیدا

15:25 - October 25, 2025
د خبر لمبر: 3491913
ایکنا- د الجزایر د جایزې قرآن نړیوالو سیالیو به یویشتم پړاؤ کې په مقدماتی مرحلې کې د نامو لیکل د لیندئ یا میزان د میاشتې له ۲۸ پیل شوي او د لړم یا عقرب د میاشتې تر اتمې نیټې پورې  دوام لري.

 ایکنانیوز د eldjanoubelkabir.dz ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،د الجزایر  ددینی چارو او اوقافو وزارت  د ۱۴۴۷ قمری کال یا د ۲۰۲۶ کال  لپاره د الجزایر د قرآن جایزې د دحفظ او تجوید د نړیوالو سیالیو د یویشتم پړاؤ په مقدماتي مرحلې کې  د ګډون لپاره دنامو دلیکو مرحلې د پیلیدا خبر ورکړی دی.

دغه وزارت  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،  په دغو سیالیو کې د نامو لیکل، د  moussabaka.marw.d    په ایډریس باندې د سیالیو د ځانګړي الیکټرانیکي  پلیټ فارم له لارې  اود اکتوبر  له شلمې تر ۳۱ پورې  په وخت کې ترسره کیږی.

ددغې اعلامیې په اساس، مینه وال ددغې جایزې د  مقدماتي مرحلې کې  د ګډون لپاره پر نامولیکلو سربیره، د قرآن د تفسیر، حفظ او تجوید او د ماشومو حافظاو دځانګړي هڅونې  د سیالیو په مقدماتي مرحلې کې هم نامې لیکلی شي.

 د الجزایر  د قرآن د نړیوالو سیالیو لپاره  د عمر حد له پنځلسو تر پنځه ویشتو کلونو پورې ټاکل شوی دی  او په ملی سیالیو کې دګډون لباره هم  د ګډون کونکو عمر باید له ۲۵ کلونو کم وي. په داسې حال کې چې د ګډون کونکو زلمیانو عمرونه   د سیالۍ دترسره کیدا  په ورځې د هڅونکي سیالس لپاره باید له پنځلسو کلونو پورته نه وي.

 د الجزایر  داوقافو وزارت  ټينګار وکړ  چې که ګډون کونکی مخکې د ملی سیالیو او  یا د الجزایر د جایزې د قرآن په نړیولو سیالیو کې  په لومړیو درو روتبو کې  بریالی شوي وي، نو  په یږکال سیالیو کې ګډو ن نشي کولی ،همداراز هغه ګډون کونکي چې د ملی یا نړیوال قاری په توګه پیژندل شوي وي ، هم نه منل کیږي.

دغه وزارت په پاي کې ټينګار کړی دی،  ددغو قرآني سیالیو له ارزونې موخه ، د خدای د کتاب دحافظانو او هڅول  او په ملی اونړیوالو سیالیو کې د شتون لپار د تیاورولو په لړ کې د الجزایر  له مختلفو  ولایتون وڅخه د قرآني استعدادونو  رابرسیره کول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4312495

captcha